د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د سرمایې د انتقال لپاره دې سرپرست حکومت د حل لاره پیدا کړي. د دې خونې مشر ويلي، چې افغان کډوالو په پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیارده ډالره پانګونه کړې او د پاکستان د اقتصاد ۳۰ سلنه برخه د افغان اتباعو له پانګونې جوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا هم په دغه هېواد کې د بشري ناورین په اړه اندېښمنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ډېری هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.