سرپرست حکومت د هغو کډوالو لپاره چې له پاکستان څخه هېواد ته راستنیږي، دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې. د سرپرست حکومت چارواکي وايي، له دې بودیجې یې موخه کډوالو ته د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي اسانتیاوې برابرول دي. د چارواکو په وینا، حکومت هڅه کوي چې دغو کډوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. له دې وړاندې سرپرست حکومت دغو کډوالو يو ميليارد افغانۍ ځانګړې کړې وې.