د بلوچستان په چمن ښار کې افغانستان ته د تګ راتګ پر لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت شپاړسمې ورځې ته ورسېد. د سوداګرو ټولنې او سياسي ګوندونو دا پرلت دوه اونۍ مخکې پيل کړی او غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي. دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي. په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول. دوی وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو له ملاتړه برخمن دي او زیاتوي چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.