په کندهار کې سيمه اييز مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د وېش او سپين بولدک ترمنځ غځېدلی سړک د شاوخوا ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت په اساسي ډول بيا رغول کېږي. ياد سړک اووه کيلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. د سپين بولدک ولسوال ويلي، چې د دغې پروژې لګښت د سپين بولدک ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کيږي او اټکل شوی چې په يوه نيمه مياشت کې به يې چارې بشپړې شي.