بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې د شمالي ولایتونو له دولتي او نادولتي کانونو څخه هره ورځ ۱۰۰۰ ټنه سکاره استخراجیږي. د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس عبدالله حامد وايي، چې له دغې تصدۍ سره په شمالي ولایتونو کې ۳۱ دولتي او ۱۰۲۸ نادولتي د ډبرو سکرو کانونه ثبت دي، چې په یادو کانونو کې په فني توګه په نورمال ډول استخراج روان دی او په قانوني بڼه یې استخراج شوي سکاره په سوداګرو پلورل کیږي. نوموړی زیاتوي، چې په دغو دولتي او نادولتي کانونو کې ۲۰۰۰۰ تنه کارکوونکي کار کوي، چې پر مټ یې هره ورځ ۱۰۰۰ ټنه سکاره استخراجیږي.