د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د غزني په مرکز سربېره واغظ او اندړو ولسوالیو کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د یو کانال، یو سربند او پنځه استنادي دېوالونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه پروژې په مرکز سربېره واغظ او اندړو ولسوالیو کې پلې شوې چې په کې د ۲ زره مترو په اوږدوالي د پنځو استنادي دېوالونو، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د قره باغي کانال او د یو سربند جوړول شامل دي. دغه وزارت زیاته کړې چې یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ، د غزني سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې پلې شوې چې پرې ۴۰۰ زره ډالره لګښت راغلی دی. د دغه پروژو په پلې کولو سره به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.