د سرپرست حکومت اقتصادي معاونيت وايي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ ایران ته تللي افغان پلاوي د چابهار بندر څخه لیدنه کړې ده. له دغه دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي ويلي، ایران دې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسۍ اسان کړي چې له دې لارې نړۍوالو بازارونو ته خپل توکي صادر کړي. سرچينه وايي، دغه راز له ده سره په لیدنه کې د چابهار بندر مسوولینو ډاډ ورکړی چې یاد بندر کې به افغانستان لپاره اسانتیاوې برابروي او په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار پیلوي.