د بامیانو ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د «واټرشیډ» یا د اوبو د خاورینو بندونو د جوړېدو پروژې پیل شوې. یادې پروژې د بامیانو سیغان او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوي چې د «اکشنایډ» موسسې له لوري پلې کېږي. دغه پروژې پرون پرانېستل شوې چې څه باندې ۱۱زره کسانو ته پهکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده. د بامیانو والي د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې دغه ولایت کې د اکشناېډ موسسې پروژې مهمې ګڼلي او زیاته کړې یې ده، هڅه به وکړي، څو د موسسو په مرسته د اړمنو خلکو ستونزې هوارې کړي. بلخوا د اکشنایډ موسسې ولایتي مسوول سیدروحالله موسوي دغه پروژې یې یاد ولایت کې د طبیعي پېښو کموالي او نباتاتو د ودې لپاره پیل کړې دي.