د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې هرات ولایت کې د دریو پرله پسې سختو زلزلو یوه میاشت وروسته د مرستې رسونې موسسو له ۱۷۶ زرو او ۷۰۰ زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده. اوچا نن په یو راپور کې ویلي چې زلزله ځپلو سره په شویو مرستو کې په بېړني ډول د سرپناه، نغدې مرستې، غیر خوراکي توکو مرستې چې په کې کمپلې او د سرپناه د جوړولو وسایل شامل و شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې یوولس زره او ۴۰۰ کورنیو خیمې ترلاسه کړي اوشاوخوا نهه زره کورنیو سره د ۲.۴ میلیونه ډالرو نغدې مرستې شوي دي. اوچا ویلي چې د پنځه زرو او ۵۰۰ کورنیو هرې کورنې سره د ۳۴۰ امریکايي ډالر او شاوخوا درې زره او ۵۰۰ نورو کورنیو هرې کورنۍ سره د ۱۷۶ امریکايي دالرو مرسته شوې ده. د اوچا په دې راپور کې ویل شوي چې د دولس زره او ۵۰۰ کورنیو سره د ژمي لپاره د کمپلو او له نهه زرو څخه زیاتو کورنیو سره د سرپناه لپاره د تعمیراتي توکو مرسته شوې ده.