د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ۴۵۴ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې پروژې چارې پيل شوې. د ياد ولايت مسوولين وايي، چې د دغې پروژې له بشپړېدو سره به ۷۰ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي. ديادې پروژې ۷۰ سلنه چارې مخکې بشپړې شوې او ۳۰ سلنه چارې به يې په راتلونکو اتو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.