د هلمند د بست ولایتي روغتون په څنګ کې د بیړنيو ناروغانو څانګې لپاره په ۴۸ میلیونه افغانیو ودانۍ جوړېږي. د هلمند روغتیايي مسوولین وايي، چې د ودانۍ ترڅنګ به نور اړین امکانات هم ورته برابر شي. د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، چې بېړنیو ناروغانو ته اړوند د «ایسيیو» دغه ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي. د نوموړي په وینا، د یادې څانګې په جوړېدو سره به بهر ته د عاجلو ناروغانو د لېږد ستونزه هم حل شي. بلخوا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال وايي، د هلمند نفوس ته په کتو اړتیا وه چې دغه ولایت کې یوه ۱۵ بستریزه «ایسيیو» جوړه شي. هلمند کې ۱۵ بستریزه د عاجلو ناروغانو څانګې ته داسې مهال ودانۍ جوړېږي چې تېره ورځ د مرکز لښکرګاه ښار صافیانو سيمه کې هم یو ویجاړ شوی روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.