د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره د وارداتي برېښنا د تړون پر غرځولو خبرې کړې دي. د یاد وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې تهران ته د سفر پر مهال د سرپرست وزیر او مل پلاوي یې د ایران د انرژۍ له وزیر محرابیان سره په کتنه کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تړون پر غځولو او د برېښنا پر تعرفې هم خبرې وکړې. سرچینې ویلي، دواړو لورو تخنیکي ډلو ته دنده سپارلې چې د موضوع ټول اړخونه په تفصیل سره وڅېړي او تر راتلونکې ناستې پورې یې د هوکړې لپاره چمتو کړي. د سرچینې په وینا ، په دې لیدنه کې افغان پلاوي د برېښنا د پرچاوۍ د ستونزې په اړه ویلي چې ایران دې په راتلونکي کې د پرچاوۍ ستونزه حل او په دې برخه کې دې تعرفه هم ټیټه کړي.