د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د جاپان په مالي مرسته یې په افغانستان کې د ۶۶ ښځو په ګډون ۸۸۳ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي روزلي دي. دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دغه ډاکټران او کارکوونکي په بامیانو، ننګرهار، بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې روزل شوي. یاد سازمان همداراز ویلي، دغه بهیر د روغتیايي پېښو په اړه د ښځینه روغتیايي کارکونکو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه ترسره شوی دی.