د افغانستان برېښنا شرکت او «افغان انوېسټ» خصوصي شرکت د مسوولينو ترمنځ، د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او د الوان دښتې سب سټېشن د پراختيايي پروژو بشپړولو د پانګونې هوکړه لیک لاسليک شو. په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د رياستالوزرا اقتصادي وویل، چې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او د الوان دښتې سب سټېشن د پراختيايي پروژو بشپړېدل، نه يوازې د هېواد صنعت ته وده ورکوي، بلکې د افغانستان برېښنا شرکت ته هم په کلني ډول ميليونونه افغانۍ ګټه رسوي. د معلوماتو له مخې د دغو پروژو ټولټال ازرښت څه د پاسه ۳۶ ميليونه ډالر دی او ټاکل شوې، چې د دوو کلونو په موده کې يې چارې بشپړې شي.