په کابل کې د ښځینه سوداګرۍ خونې او د افغانستان د ټولنيزو کارکوونکو موسسې له لوري د خديجة الکبرا تر سرليک لاندې ۷ ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو پهکې ۲۰۰۰ مېرمنو ګډون کړی دی. ياد نندارتون کې ګډون کوونکو يو شمېر ښځينه سوداګرې وايي، د ښځينه سوداګرۍ د ملاتړ او پياوړتيا لپاره دا ډول نندارتونونه اړين دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه نندارتون د مدیریت چارې هم مېرمنو ته سپارل شوې دي. دغه نندارتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي چې سرپرست حکومت په کور دننه له سوداګرو مېرمنو پر خپل ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې تر اوسه یې ۱۵۰ زره متشبثو مېرمنو ته کاري جوازونه ورکړي دي.