کورنیو چارو وزارت وایي چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د قوش تیپې کانال د ساتنې په موخه ځانګړې ساتونکي قطعه جوړه کړه. دغه وزارت ویلي، یاده قطعه به د عامه ساتنې ملي تصدۍ په چوکاټ کې کار کوي، چې د یاد معینیت له لوري د قوش تیپې کانال د ساتنې په موخه په ټولو اړينو نظامي تجهیزاتو او وسايلو سمبال شوې ده. د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په هیواد کې د بندونو، ملي پروژو، ښوونيزو بنسټونو، بانکونو او تجارتي مرکزونو د ساتنې دنده لري.