په داسې حال کې چې د ژمي سوړ موسم په رانږدې کېدو دی، یو شمېر کابل ښاریان د سون توکو په ځانګړې ډول د ډبرو سکرو او لرګیو له لوړوالي شکایت کوي. کابل ښاریان وايي، د اقتصادي ستونزو او د بیو د لوړوالي له امله نه دي توانېدلي، چې د ژمي لپاره د سون توکي وپيري. د سون توکو یو شمېر پلورونکي په دې باور دي چې د سون توکو د بیو د لوړېدو لامل د کرایې او د مالیاتو زیاتوالی دی. د کابل ښاروالۍ چارواکي بیا وايي، چې په دې برخه کې د نرخونو مشخص نوملړ شته او له مخې به یې، په بازار کې نرخونه کنټرول کړي.