د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، د یوې تګلارې له بشپړولو وروسته به ډېر ژر له کراچۍ څخه د افغان سوداګرو د ۳۵۰۰ په شاوخواو کې د اېسار کړل شويو کانټینرونو د لېږد بهیر پیل شي. نوموړي زیاته کړې هغه کانټینرونه چې په ممنوعه لیست کې دي هغه به لومړی د کاروان په شکل را ووځي او پاتې نور به هم د پروسې له بشپړیدو ورسته راځي. خان جان الکوزي څو ورځې وړاندې هم له سپوږمۍ راډیو په یوه مرکه کې ویلي و، چې دوی به له پاکستاني لوري سره د مالونو په لېږد رالېږد کې د دې دومداره ستونزې د حل لپاره یوه لار پیدا کوي. د نوموړي په خبره پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هیواد دی، چې ترټولو زیات صادرات او وارېدات ورسره لري، خو له بده مرغه دغه هیواد هر هغه وخت چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د لېږد وخت را رسېدلی، دوی د تورخم دروازه تړلې وي، چې امله ډیری وخت افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.