اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د سولې انسټيټیوټ وروستی راپور رد او هغه یې بې بنسټه بللی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د انفلاسیون د کچې کنټرول، د افغانیو د ثبات ساتلو، د ملي عوایدو او صادراتو زیاتوالی او د پراختیایي پروژو تمویل د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لاملونه یاد کړي دي. تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د نړۍوال بانک د راپورونو په ارزونې سره ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی.