د پاکستان په پیښور کې ښار کې د افغان کډوالو ټولنې مشر بریالي میاخېل، د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي د روان کال د ډسمبر تر ۳۱ مې نېټې ورسته به د راجسټر شويو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي. نوموړي ویلي په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره هم اندیښنه شریکه کړې ده، خو په خبره یې هغوی ورته په ځواب کې ویلي چې د پاکستان حکومت یو سرپرست حکومت دی او د دا ډول پریکړې بشپړ واک نه لري. یادې ادارې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو مسوولیت له دوی سره دی. بلخوا بیا د پاکستان لندمهالي حکومت دغه پرېکړې په نړیواله کچه غبرګون راپارولی، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالې ادارې، د امریکا متحده ایالاتو او خپله پاکستان کې ګنو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو ډلو غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ستنول دې ودروي.