کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د وچې مېوې په صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی. د وچې مېوې ټولنې مشر عبدالاحد ویلي چې د مېوو ډېره برخه هند، پاکستان، قزاقستان، امارات، کاناډا، جرمني، امریکا، جاپان او انګلستان ته لېږدول شوې دي. د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د صادراتو بهیر ۱۵ نورو هېوادونو ته هم وغځوي. دغه صادرات د ځمکې له لارو یادو هېوادونو ته شوې دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا بیا وايي چې د سوداګري برخه کې د حکومت له لوري اسانتیاوې رامنځته شوي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې هېواد کې سوداګري پر غوړېدو ده. نوموړي زیاته کړه چې هند، پاکستان، قزاقستان ته د ۱۶،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مېوې صادرې شوې دي.