په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستونونو د مرکزي ریاست له لوري په ۵۰۳ کورنیو د پنځه، پنځه زره افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه. د سرې میاشتنې ټولې مسوولین وایي چې په دې اړمنو کورنیو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو، چې دا نغدي مرسته یې ترلاسه کړه. یوشمېر هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستي کوي وایي چې دا مرستې د دوی د درد دوا نشي کېدای او له مرستندویه بنسټونو او حکومت څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي. بلخوا بیا د سرې میاشتې ټولنې د مرستون عمومي رییس الیاس ساحل ناصري وایي د دې نغدي مرستو سربېره دوی د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو او مېرمنو لپاره یوشمېر نور پروګرامونه هم لري، چې له ډلې یوه د خیاطۍ او مرغ دارۍ پروژه ده چې ۵۰۰ مېرمنو ته یې پکې د حرفوی زده کړو زمینه برابره کړې ده.