د افغانستان په تړاو د ګیلپ تحقیقاتيادارې تازه سروې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په څېر په دغه هیواد کې سږکال هم د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورني عاید له کمښته سر ټکوي. د دې سروې له مخې، که څه هم د افغانستان په اقتصادي حالت کې د تیر کال په پرتله په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو د سروې موندنې ښيي، چې اوس هم ۸۱ سلنه افغانان فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی، ۶۰ سلنه فکر کوي، چې اقتصادي حالات یې ډېر خراب شوی، او ۲۵ سلنه افغانانو ته یې عواید کم او خراب برېښي. بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت ستونزه مني خو زیاتوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره، د سترو پروژو پلي کېدل او له بهر څخه په دغه هیواد کې پراخه پانګونه کول غوره د حل لار بولي.