د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارټېن ګرېفټس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، افغانستان ته له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره یې ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. نوموړی وايي، د روان میلادي کال د سپټمبر له نیمايي راهیسې له ۳ لکو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. ګرېفټس وايي، دغه ۱۰ میلیونه ډالر یې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د مرکزي صندوق څخه ځانګړې کړي، او تمه ده چې افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو ته مرستي برابرې کړي او د هغوی بنسټیزې بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي.