د تورخم دروازه له نږدې ۸ ساعته تړل کېدو ورسته یو ځل بیا د هرډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر رسنیو ته ویلي چې پاکستاني لوري بیرته پخوانیو ټاکل شویو اصولو ته غاړه ایښي، چې د لویو بار وړونکو موټرو چلوونکي به د پاسپورت او وېزې پرته له دې لارې تېرېدلی شي. پاکستاني لوري تیره غرمه ناوخته د تورخم دروازه په دې موخه وتړله چې افغان بار وړونکي موټر چلوونکي باید د تګ راتګ پر مهال له ځان سره پاسپورت او ویزه ولري.