د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې سیګار، د نومبر په ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مشر له قوله په یوه بیان کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې تر ټولو اړمنو وګړو مرستې نشي رسولی. د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د یو وخت ډوډۍ د چمتو کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي او دوی یوازې د هغو اړمنو سره مرسته کولای شي، چې ترټولو بد اقتصادي وضعیت ولري. بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف هم په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې کې ۱۶ میلیونه ماشومان هم شامل دي.