له افغانستان سره د ترکیې هیواد د مرستو په دوام اتمه جوپه هم د دغه هېواد د سفیر له لوري، د هرات ولایت په تورغنډۍ بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې دا مرسته چې ۵۰۸ ټنه ده، خوراکي توکي، جامې، درمل، کمپلې او خيمې پکې شاملې دي. د اقتصاد وزارت مرستیال ویلي، چې له دغو مرستو څخه به یې ۳۰۰ ټنه به په زلزله ځپلو او ۲۰۰ ټنه نوره به یې په هغو کډوالو ووېشل شي، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي. ترکیې د افغانستان له اړمنو وګړو سره تردې وړاندې هم ورته مرستې کړې دي او لا یې هم د خپلو مرستو پر دوام ټنګار کړی دی.