د بغلان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو سږ کال په دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د بغلان د کرنې ریاست د غله جاتو آمر احمد ضیا حبیبي ویلي، چې وریجې د یاد ولایت یو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه ګنل کېږي او سږ کال په مرکزپلخمري ښار، دوشي، خنجان، تاله او برفک ، بنو، ده صلاح او خوست ولسوالیو کې پر ۲۴ زره ۷۹۲ هکتاره ځمکه کې کرل شوې دي. د نوموړي په خبره تمه کیږي، چې سږ کال له یادو ځمکو څخه ۱۰۴ زره ۱۳۹ مټریک ټنه د وریجو حاصلات ترلاسه شي او دا به د تېرکال په پرتله ۵ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.