د زابل ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې را روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۰ ښوونځي او چک ډیمونه جوړېږي. د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عزت الله امیر رسنیو ته ویلي، چې د راتلونکي۲۰۲۴کال لپاره یې د رغونې، پوهنې، روغتیا، اوبو مهارولو او کارموندنې په برخو کې ځانګړي پلانونه چمتو کړي دي، چې له مخې به یې د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې يو يو چک ډيم او ۲۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي. زابل ولایت د اقتصاد ریاست د مسوولینو په خبره چې اوس هم په دې ولایت کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره ده؛ خو د دې پروژو په عملي کېدو سره به لا زیات کسان په کار بوخت شي.