د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده، تر څو په دغه هیواد کې د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي بحران ته رسېدنه وشي. او چا وايي افغانستان د نړۍ د ۱۰هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې له ډېرو اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو سره مخ دی. د اوچا په وینا، په افغانستان کې د تودوخې درجه په نړۍ کې له اوسط درجې لوړه ده او د چاپیریال تخریب به د کرنې په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي. دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې په دغه هیواد کې د خوراکي توکو د کمښت بحران په پراخېدو دی او د دې ترڅنګ اوچا هم په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.