اې کې پرس ویبپاڼې د قرغزستان د بېړنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د افغانستان هرات ولایت د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره بشري مرستې واستول شي. د دې خبر له مخې دا مرستې د دغه هیواد د ولسمشر سدیر جپاروف په لارښوونه استول کیږي، چې اوړه، بوره، نباتي غوړي، بسترې، کمپلې او د اړتیا وړ نور شیان پکې دي. په هرات ولایت کې د اکتوبر په ۷ نیټه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې و، ولړزاوه، نژدې ۲ زره کسان پکې ووژل شول او سلګونه کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل.



































