پخواني ولسمشر حامد کرزي له «کیودو» جاپاني رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې نور په افغانستان کې شخړه نه غواړي، او شخړې به وضعیت نور هم خراب کړي. کرزي ویلي موږ نور د رژیمونو سقوط نه غواړو ځکه چې کافي سقوطونه مو درلودل، بلکې موږ په پالیسیو کې اصلاح غواړو او موږ د ټولو افغانانو یو ځای کېدل د ښې راتلونکي لپاره غواړو. «کیودو نیوز» د حامد کرزي له قوله لیکلي چې د نجونو د تعلیم ستونزه باید ژر تر ژره حل شي او دا چې د ټولشموله بین الافغاني ډیالوگ له لارې باید په پالیسیو کې بهتري راشي. کرزي دا هم ویلي چې د نجونو د تعلیم په برخه کې د سرپرست حکومت ستر اکثریت غړي موافق نظر لري او د بین الافغاني ډیالوگ ضرورت هم درک کوي. حامد کرزي ویلي په افغانستان کې د دیموکراسۍ شکست د افغانانو له لاسه نه بلکې د وخت د حکومت او نړیوالې ټولنې د بدو تگلارو له امله وو چې د ډیموکراسۍ د سقوط سبب شو.





























