ټرمپ باید د افغان جګړې د ختمولو لپاره له عمران خان او ولسمشر غني سره وګوري. امریکایي سناتور لندسي ګراهام تېره ورځ له پاکستاني مشرانو سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي، ټرمپ د افغان جګړې د ختمولو لپاره باید له عمران خان او ولسمشر غني سره ګوري. دده په خبره دوی باید په ګډه د افغانستان د روان بحران د پای لپاره پلانونه جوړ کړي. هغه زیاته کړې تر هغه چې ټرمپ له دواړو مشرانو سره و نه ګوري او دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره پلان جوړولو ته اړ نه کړي ښايي دلته روانه جګړه نوره هم اوږده شي. لندسي ګراهام مخکښ امریکایي سناتور دی او تر ډېره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ختمولو ټینګار کوي. هغه وایي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو دایې هم لار نه ده چې له افغانستان دې بهرني ځواکونه و ایستل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د سولې له هڅو سره دې هممهاله امریکايي ځواکونه هم په افغانستان کې حضور ولري.




































