اسیا ټایمز نشریې د افغان جګړې او له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په یوه مطلب کې ویلي، چې امریکا به هېڅ وخت په بشپړه توګه له افغانستان ونه وځي. ددغه نشریې په وینا امریکا په سیمه کې خپلې ګټې لري او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور ته ادامه ورکوي. سرچینه زیاتوي افغانستان له جغرافیايي اړخه په یوه مهم موقعیت کې پروت دی او دغه موقعیت غواړي امریکا په سیمه کې د خپلو حریفانو د کنټرول لپاره وکاروي. په مطلب کې راځي چین، پاکستان، هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه ټول پر افغانستان لاره لري او همدا راز افغانستان له یادو هېوادونو سره نږدې پروت دی نو ځکه امریکا اړتیا لري چې په دې سیمه کې نظامي حضور ولري. سرچینه کاږي امریکا نه یوازې د خپلو ګټو لپاره دلته پاتې کېږي بلکې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور ته اړتیا لري.




































