په لوګر ولایت کې د خروار بند د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې پيل شوې. د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي، چې د یاد بند په لومړۍ برخې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې دوی یې د جوړېدو چارې پیل کړې دي. د خروار بند چې ۳۶ متره لوړوالی او۱۴۰ متره اوږدوالی لري د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. دیاد بند په جوړېدو سره به کابو ۶ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او نږدې ۱۳زره کورنیو ته به یې هم ګټه ورسېږي. دا بند چې د لومړي ځل لپاره یې د سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال چارې پيل شوې وې، بیا تر اوسه پورې همداسې نیمګړې پاتې وې، چې اوس یې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا یو ځل بیا د جوړېدو چارې پیل شوې دي.