د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د شامپو جوړولو د یوې سترې کارخونې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د مالوماتو له مخې د شامپو دا تولیدي کارخونه د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې په ورځني ډول د ۵ ټنه تولید وړتیا لري. د یادې کارخونې د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د چاپیریال ساتنې رییس هم ګډون کړی و او په یاده غونډه کې یې ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره، د هېواد داخلي تولیدات ډېر شوي او حکومت هم په دې برخه کې ډېره پاملرنه کوي.