د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، دغه وزارت د اوبو د بندونو د پاکولو او بیارغونې لپاره څه باندې ۱۰۷ میلیونه افغانۍ ځانکړې دي او د اوبو د بندونو د ساتنې او څارنې په نامه یې یوه خپلواکه اداره جوړه کړې ده. د اوبو او برېښنا وزارت ویاند زیاتوي چې د دې وزارت لخوا د نغلو، سروبي او درونټې بندونو د پاکولو لپاره تخنیکي ټیمونه ګومارل شوي او د دغه بندونو د پاکولو کار روان دی. بلخوا په ولایتونو کې د اوبو د کانالونو یو شمېر مسوولین وايي، چې د ۲۰ کلنو جګړو له امله ډیری کانالونه ویجاړ شوي، چې بیارغونې ته اړتیا لري.