اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته پرون تصویب کړه. د اروپايي ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین وویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دریځ د بدلیدو نه دی. نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي تولنې ۱۰۲،۸ میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو ولګیږي. د اغلې اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. د اروپایي ټولنې دا مرسته د هغه یو میلیارډ او دوه سوه یورو ژمنې یوه برخه ده چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.