د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ د بوغابي کوتل د دوه کیلو متره سړک د کانکرېټ کېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې د بوغابي کوتل سړک ۲ زره ۱۷۷ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کیږي. د چارواکو په خبره اوس د دې سړک د جوړېدو چارې تر۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې ۲۰ سلنه نورې به یې هم ډېرې ژر بشپړې شي. د بغلان ولایت والي په یوه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې دوی په دغه ولایت کې له ټولو رغنیزو پروژو ملاتړ کوي او هڅې یې دا دي چې په دې ولایت کې لا زیاتې پروژې پلې شي او خلکو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.