د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د سرو زرو د کان استخراج په شرایطو برابر د څلورو شرکتونو د طرحو تر ارزونې وروسته به یوه ګټونکي شرکت ته وسپاري. د دې وزارت سرپرست وايي، چې د دغه کان د استخراج موده ۳۰ کاله ټاکل شوې ده. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دغه راز وايي، چې د اروزګان د فلورایډو او د کندهار او میدان وردګو د مرمرو د درې کانونو د استخراج پروسه یې هم خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړې ده. له دې وړاندې هم د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په روان کال کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۵۳ کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.