د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي. د دغه ریاست شمېرې ښیي، چې په ۱۴۰۲ کې د هېواد په کچه شا وخوا ۴.۳۵میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې سږکال د هېواد په کچه د غنمو ترکښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه. هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو دکرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.