د باميانو ولایت مرکز اړوند د (دهن اهنګران) په سيمه کې د ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د يوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۱۰ درسي او ۲ اداري خونې لري، د (يو ان اچ سي آر) په مالي مرسته په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده. د ویلو ده چې د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د بامیانو ولایت د والي په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه. د باميانو والي د دغه ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې په دغه ولايت کې ورته نورې پروژې هم په پلان کې دي او ډیر ژر به یې ولس ته د پیل په اړه خبر ورکړي.