امریکایي څیړونکو خبرداری ورکړی چې که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو د افغانستان ګاونډي هیوادونه به نور هم په افغان جګړه کې ښکیل شي. د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې دوو پخوانیو سفیرانو او دفاعي چارواکو په یو راپور کې له افغانستانه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پایلې بیان کړې دي. راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې تېر ته په کتو که امریکایي ځواکونه له یاد هېواده ووځي نو پاکستان به په ډاګیز ډول د طالبانو ملاتړ ته را ودانګي. په دغه راپور کې ویل شوي چې په تیرو وختونو کې د پاکستان، روس، ایران، هند او ازبکستان لخوا د پښتنو، تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو په ګډون د نورو قومونو د ملاتړ یو تاریخ موجود دی او که اوس یو وارې بیا امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي نو ویره ده چې ګاونډي هیوادونه به افغان جګړه کې نور هم ښکېل شي. راپور کې ویل شوي چې که امریکایي ځواکونه ووځي نو د افغان دولت مالي سرچینې به وچې او واک به یې نورهم کمزوری شي چې له دې امله به د کاونډیو هیوادونو لخوا افغانستان کې له ډلو سره زړې اړیکې ټینګې او د کابل اداره به بیا بې ثباته شي.