اجراییه ریاست وایي، د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لا هم دسولې مخامخ خبرو ته زمینه نه ده برابره شوې. که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې برخه کې خپلې هڅې مثبتې بولي خو اجراییه ریاست وایي، پاکستان لا هم صادق نه دی او په دې برخه کې یې هیڅ داسې ګام نه دی پورته کړی چې تمه یې ځینې کېدای شي. د یاد ریاست ویاند فریدون خوځون ویلي، چې پاکستان یوازې خبرې کوي او پخوانۍ ژمنې تکراروي خو په عملي ډګر کې یې هیڅ کار نه ترسترګو کېږي. هغه که څه هم د افغان سولې برخه کې د خلیلزاد هڅې مثبتې وبللې خو له پاکستانه یې غوښتنه وکړه چې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي. هغه وویل که څه هم خلیلزاد تر اوسه د خپل سفر جزیات له دوی سره نه دي شریک کړي خو هیله یې وښوده چې نوموړی به د افغان سولې برخه کې د کابل غوښتنې تر اسلام اباده ورسوي.