د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي چې د هرات – تورغونډۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ددې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې پېښه نن سهار پر یاده لویه لاره د مسافر وړونکي او باروړونکي موترو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په خبره په وژل شویو کې ټول یې د واړه موټر سپرلۍ دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سړکونو د خرابوالي او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله هر کاله په سلګونه کسان مړه او ټپیانېږي.