مخکښ امریکایي سناتور رینډ پاول وایي ټرمپ په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته ژمن دی. سناتور پاول دا خبرې له ډونالډ ټرمپ سره تر خپلې وروستۍ لیدنې وروسته کړې دي. د ډیلي مېل ویب پاڼې د خبر له مخې، هغه ویلي چې امریکا به نور په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او ټرمپ هم ورسره خبرو کې ویلي چې نور نه غواړي په یاد هېواد کې جګړه دوام پیدا کړي. نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وویل ټرمپ ورته په دې اړه څه نه دي ویلي خو په باور یې څو پورې چې امریکا د دې جګړې د حل لارې پیدا نه کړي تر هغو پورې فکر نه کوي په داسې یو اقدام لاس پورې کړي. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت په امریکایي رسنیو کې د ټرمپ له خولې ویل شوي وو چې هغه غواړي له افغانستانه خپل۷۰۰۰ پوځیان وباسي خو وروسته پنټاګان وویل، ټرمپ داسې هیڅ امر نه دی کړی.