یکشنبه, مې 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

    ترانسپورټ وزارت: په برېښنايي سیستمونو کې له ۱۰۷ زرو ډېر موټر ثبت شوي

    عامې روغتیا وزارت: د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

    ملا عبدالحق همکار؛ د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره کتلي دي

  • نړۍ

    ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته

    په مکسیکو کې د بس چپه کېدو په پېښه کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې

    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

تر خبرداریو او ناندریو وروسته؛ د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې خبرې روانې دي

جنوري 22, 2019
in افغانستان
0 0

وروسته له دې چې طالبانو د سولې خبرو د ځنډولو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ، د سولې په برخه د دغه هېواد استازي سیمې ته خپل سفرونه زیات کړل. له پرله پسې هڅو وروسته زلمی خلیلزاد په دې بریالی شو، چې له طالبانو سره د سولې په ټپه درېدلې خبرې بیا پيل کړي. د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته قطر ته سفر وکړ. هغه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره ولیدل. رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د سولې د راتګ او روانې جګړې د درېدو په اړه بحثونه کړي دي.

تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبرو پخلی کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې د طالبانو د استازو خبرې پيل شوې دي او نن به هم دوام ولري. وسله والو طالبانو د دغه غونډې او خبرو نور جزیات نه دي خپاره کړي؛ خو وایي، وروسته له هغه یې له امریکايي استازو سره خبرو ته زړه ښه کړی چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستل د خبرو په اجنډا کې شامل کړل. د اعلامیې په یوه برخه کې راځي «امریکایي اړخ دا ومنله چې په افغانستان کې به د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو او د سیمې هېوادونو ته له افغانستانه د ضرر نه رسولو مسئله په اجنډا کې شاملوي، نو له همدې امله موږ د مذاکراتو مېز ته حاضر شوي یو».

وسله والو طالبانو تر دې وړاندې له امریکا سره د خبرو د ځنډولو ګواښ کړی و. دغه ډلې ویلي وو، امریکا هڅه کوي چې د سعودي عربستان او پاکستان له لارې پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله دې ته اړ کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضره شي. وسله والو طالبانو همدا راز ویلي وو چې امریکا له طالبانو سره د خبرو اصلي اجنډا بدله کړې ده، نو که د امریکا دغه ډول کړنې ادامه پیدا کړي، دوی به د سولې خبرې ځنډوي. خو اوس داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره پر ټاکلې اجنډا خبرې روانې کړې دي.

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره تر لیدنې مخکې له پاکستاني، هندي او چینايي چارواکو سره هم لیدنې کتنې کړې دي. خلیلزاد تېره ورځ له پاکستانه د وتلو پر مهال په یوه ټوېټ کې ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې ګټورې وې او دوی ژمنه کړې چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره به هڅې کوي. له زلمي خلیلزاد سره هممهاله دوو مهمو امریکايي چارواکو هم پاکستان ته سفر کړی و.

تېره ورځ مخکښ او مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام او همدا راز لوړپوړي امریکايي جنرال جنرال جوزف ووټل اسلام اباد او راولپنډۍ ته هم سفرونه کړي وو. ووټل ویلي چې پاکستاني چارواکو د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده. د ده په خبره، په افغانستان کې ثبات او سوله راوستل د امریکا ستره موخه ده، نو پاکستان ته یې هم ویلي چې په دې برخه کې همکاري وکړي. لیندسي ګراهام بیا ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی، نو له همدې امله به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغواړي چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پاکستان او افغانستان له ولسمشرانو سره وګوري. د ده په خبره، دوی باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې ګډې طرحې سره شریکې کړي او په دې توګه په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د روانو خبرو په اړه افغان حکومت تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د چارو شنونکي دغه اقدام پر ځای بولي او هیله لري چې د امریکا او طالبانو خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي.

Tags: featured
Share77Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

مې 3, 2026

سروې: نوی ډول نظامي ګري به بالاخره ناکامه شي

مې 3, 2026

شي جين پینګ د چين د ځوانانو نښان ګټونکو ته ځوابي پیغام ولېږه

مې 3, 2026

د شانهګای د همکارۍ سازمان د ماراتون د ځغاستې نړيواله سیالي په قرغيزستان کې تر سره شوه

مې 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In