پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي چې یو شمېر نوماندانو له دولتي امکاناتو په استفادې تر وخت مخکې ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي دي او دا مسئله د جدي اندښنې وړ ده. د افغانستان د ټاکنو یو څارونکی بنسټ ټيفا وايي یو شمېر کسانو له دولتي امکاناتو په استفادې ټاکنیز کمپاین پیل کړی دی او که د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې کار مخنیوی و نه کړي راتلونکې ټاکنې به له سختو ستونزو ډکې شي. د افغانستان د عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید بیا وايي، اجرایه رییس او ولسمشر باید له خپلو وظیفوي صلاحیتونو د ټاکنیزو کمپاینو لپاره کار وا نه خلي. دده په وینا دغه چاره غیر قانوني ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په دې اړه واضح دریځ ولري.