ځینو هېوادونو د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې ترهګرې ډلې رامنځ ته کړې دي. د ترکیې د حاکم ګوند ویاند د سوریې د جګړې په اړه ویلي، ځینې هېوادونه غواړي سوریه په دویم افغانستان بدله کړي. دده په خبره یو شمېر هېوادونو د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې ترهګرې ډلې رامنځ ته کړې، دوی یې پياوړې کړې، ملاتړ یې وکړ او اوس یې په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي. نوموړي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو وایي اوس په سوریه کې هم پر همدې پلان کار روان دی. هغه وایي ځينې هېوادونه هڅه کوي کرد وسله وال په ترکیه کې پیاوړي کړي او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي، خو داسې وخت به راځي چې دغه ډلې له کنټرول ووځي. هغه په ښکاره د چا نوم نه دی اخیستی، خو امریکا په سوریه کې د کورد وسله والو ملاتړې ده. هغه د وسله والو ډلو روان ملاتړ د جدي اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې پر اړینو اقداماتو ټینګار کړی.