د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړی وزیر تېره شپه ناوخته د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلی دی او سفر به یې دوې ورځې دوام وکړي. رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان به په خپل دوه ورځني سفر کې له قطري چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له قطري چارواکو سره په دې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او همدا راز د سوداګریزو اړیکو د لا قوت پر سر بحثونه وشي. عمران خان داسې مهال قطر ته سفر کوي چې همدا اوس په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. خو پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه سفر د سولې له خبرو سره کومه اړیکه لري او کنه.